د حکومت ناکامي یا بې غوري؟ خېبرپښتونخوا کښې پرائيویټ تعليمي ادارې قابو نه بهر

د نوې تعليمي کال شروع کیدو سره خېبرپښتونخوا کښې قریباٌ ټولو پرائیویټ سکولونو فیسونو کښې د خپلې خوښې اضافې کړی دي ولې صوبائي حکومت د دې مخنیوې کښې ناکامه په نظر راځي. والدین وائي چې د میاشتې فیسونو نه علاوه پرائيویټ سکولونه نورو مختلفو طریقو سره هم د دوې نه پیسې راټولوي.

سهیل نومې یو تن څوک چې پيښور کښې خپل کاروبار کوې او نجي سکول کښې ئي څلور بچې داخل دي، وائي چې ورځ تر ورځ سیوا کیدونکې فیسونو نه تنګ راغلی دی او دې ته جوړ شوې چې خپل بچې د سکول نه راؤباسي. دی زیاتوي چې نجې سکولونو اوس د کال په ځآئي شپږ میاشتې پس فیسونو کښې اضافه شروع کړي ده۔

 د میاشتې فیسونو نه علاوه سکولونه د پروموشن فیس او سکیورټي په نوم هم فیسونه اخلي ولې ټول سکول د پاره ئي صرف یو چوکیدار ساتلی وي. او بل دا چې دومره فیسونه ورکولو باؤجود هر طالبعلم باندې ټیوشن هم لازمي وې، چې ماشوم بهر ټیوشن کوي نو بیا سکولونه دا فیسونه د څه خبري اخلي؟ دې سکولونو نه د تپوس څوک نشته، دا ذمه واري د حکومت جوړیږيسهیل خان د غصې او خفګان ګډوډ انداز کښې اوویل.

Read More…

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*